له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د اړمنو خلکو (PIN) مؤسسې له مرستیال سره وکتل او ورسره یې د اوه سوه زره (۷۰۰،۰۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۴:۴۳
تصویر خیر

نن ورځ د دوشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د اړمنو خلکو (PIN)  مؤسسې له مرستیال محترم احسان الله نعیم سره وکتل او د پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د لا ډېرې همغږۍ په اړه خبرې وکړې او ورسره یې د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه.

په پیل کې، محترم ترابي صاحب وویل، لکه څرنګه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره له بېلابېلو مؤسسو سره، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې نیږدې همکارۍ لري او په دې برخه کې ورسره بې له ځنډه هوکړه لیکونه لاسلیک کوي نو د همدې موضوع په پام کې نیولو سره او د نوي میلادي کال له پیلېدو سره سم، موږ د مرستو رسولو په موخه د خلکو د اړتیاوو او لومړیتوبونو یو لېست ترتیب کړی دی، چې له تاسو سره به یې شریک کړو، تر څو وکولای شئ یاد لیست د خپلو پروژو د پلي کولو لپاره له اړوندو تمویل کوونکو سره شریک کړئ، څو پلي کېدونکې پروژې د مستحقینو لپاره ترسره شي. 

همدارنګه، ترابي صاحب د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته د هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ورته یې وویل، چې په نورو اړوندو امارتي ادارو کې د کومې ستونزې د رامنځته کېدو په صورت کې دې له موږ سره همغږي شي ترڅو یادې ستونزې هم د امکان تر کچې راکمې کړو.  

ورپسې، د اړمنو خلکو مؤسسې مرستیال د دې ادارې له لوی رئیس څخه د وخت ورکولو په موخه د مننې کولو ترڅنګ، یاد لیست مستحقو کورنیو ته د رسېدنې برخه کې مثبته و ارزوله او په خپلو راتلونکو پلانونو کې یې د شاملولو او له اړوندو تمویل کوونکو سره یې د شریکولو ډاډ ورکړ، نوموړي همداراز د خپلې پلي کېدونکې پروژې په اړه بشړ معلومات وړاندې کړل او د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په برخه کې یې له دوی سره د دې ادارې د همکاریو ستاینه وکړه.  

په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ، ټولټال د اوه سوه زره (۷۰۰،۰۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د بلخ ولایت په شولګرې، مارمل او چهارکینټ ولسوالیو کې، ۱۵۷۰ مستحقو کورنیو ته په څلورو پړاوونو کې هرې کورنۍ ته د ۱۷۷ ډالرو معادل افغانۍ، ۱۹۵۳ مستحقو کورنیو ته د ۹۱ ډالرو په ارزښت د حیواناتو خوراکي توکي او د هغو د لیږدولو لپاره کرایه او همدارنګه ۲۰۸۶۱ کورنیو ته به د حیواني پرازیت درمل او د هغې د پلي کولو لوازم ووېشل شي. 

په پای کې، د محترم ترابي صاحب لخوا هغه ډالۍ چې د یاد پلاوي لپاره یې په پام کې نیولې وه، د مؤسسې مرستیال ښاغلی احسان الله نعیم ته یې ورکړه.

نیټه: ۱۴۴۷/۸/۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

تصویر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

په جوزجان ولایت کې د ماین پاکۍ له بهیر او فعالیتونو څخه څارنه وشوه

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په فیض‌آباد ولسوالۍ کې په ماینونو او ناچاوده توکو د ککړو سیمو د پاکولو له بهیر څخه څارنه وکړه.

دا څارنه د DAFA ماین پاکۍ مؤسسې او د QRT. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۳۱
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز کې ۳۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۰
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام WFP په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز او بالابلوک، پشتکوه او بکواه ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۰۵ زیانمنو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .