د میدان وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله وېجاړ شوي ۳۰ کلومتره سړکونه ترميم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

rahyab
Sun, Jan 18 2026 11:27 AM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په شنيز دره کې د تېرو سیلابونو له امله د ۳۰ کیلو متره وېجاړ شویو سړکونو د ترميم کارونه بشپړ کړل او ګټې اخیستنې ته یې وسپارل.

د سړکونو د ترمیم کارونه د یاد ولایت د پنځمې پلی لوا په ماشینرۍ ترسره شول او د ماشینرۍ لپاره یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام له لوري ٢٠٠٠ لیټره تيل منظور شوي وو. 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسئولین ډاډ ورکوي چې د دې ولایت مرکز او په ټولو ولسوالیو کې به له زیانمنو کورنیو سره د مرستو ترڅنګ د وېجاړو شویو سیمو او له خطر سره مخ سيمو ته د رسېدنې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او همدارنګه سیمه ییزو اوسېدونکو د یاد اقدام تود هرکلی کړی.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .