له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د رها مؤسسې له رئیس سره وکتل

rahyab
Sat, Jan 17 2026 7:29 PM
123

نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د رها مؤسسې له عمومي رئیس محترم محمد یوسف حمید یار او د یادې مؤسسې له مرستیال محترم عزت الله صدیقي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او زیانمنو کسانو د لاښې رسېدنې په اړه یې خبرې وکړې.

محترم ترابي صاحب وویل، چې موږ د مؤسسو لپاره په مرکز او هم په ولایتونو کې ټولې آسانتیاوې برابرې کړې دي، تر څو وکولای شي د خلکو ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وکړي او زیاته یې کړه چې د مرسته کوونکو مؤسسو فعالیتونه مشخص نه دي نو له همدې امله موږ د خپلو سروې ګانو او معلوماتو له مخې په هېواد کې د مستحقینو اړتیاوو ته په کتو د هغوی د اړینو اړتیاوو لېست ترتیب کړی دی، چې یاد لېست به له تاسو سره شریک کړو، تر څو یې په خپلو راتلونکو پروګرامونو کې د امکان تر کچې په پام کې ونیسئ، همدارنګه ترابي صاحب له یادې مؤسسې څخه وغوښتل که چیرې ډونران په یو معلوم وخت کې له مستحقو کورنیو سره مرسته کول غواړي او د یادې پروژې پلي کېدل له ځنډ سره مخ کېدونکی وي نو په دې صورت کې مو له تاسو څخه هیله ده چې یاده پروژه په یوه بله برخه کې پلې کړئ.

په همدې حال کې، د رها مؤسسې رئیس محترم محمد یوسف حمیدیار، له دې ادارې سره د کارکولو له امله خوښي څرګنده کړه او د یاد لېست برابرول یې یو نوښت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې دا کړنه به مستحقینو ته په ښه رسېدنه کې اغېزمنه تمامه شي او همدارنګه نوموړي وویل چې د روان کال لپاره به د یاد لیست اړوند فعالیتونه د امکان تر کچې په خپل پلان کې ځای پرځای کړي او له اړوندو ډونرانو سره به یې هم شریک کړي.

په پای کې، ترابي صاحب د یادې مؤسسې د خدمتونو د قدر په توګه د رها مؤسسې رئیس ته یوه ډالۍ هم ورکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .