د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۶ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Sat, Jan 17 2026 2:13 PM
123

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په فراه رود او خاک سفید ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۹۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، له یاد شمېر څخه ۳۶۲ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو تور چای او ۳۴ کورنیو ته چې کورونه یې زیات وېجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته د یادو خوراکي توکو سربېره یو باب خیمه هم ووېشل شوه. 

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې یاد ریاست د اړوندو ادارو او همکارو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي، تر څو په لنډ ممکن وخت کې د اړمنو کورنیو لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي او په زیانمنو سیمو کې د بشري ستونزو د زیاتېدو مخه ونیسي.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .