د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې په لاس جوړ شوی یو ماین کشف او خنثی شو

rahyab
Wed, Jan 14 2026 1:42 PM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د بېړنۍ شمېرې (0708606060) له لارې ترلاسه شوې اړیکې پر بنسټ، د ایریا ماین پاکۍ موسسې د بيړنۍ ځواب وینې شپږم ټېم، د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ هارون خیلو کلي (مانو کلا) سېمې ته د ماین پاکۍ د عملیاتو لپاره ولېږدوه.

 د ماین پاکۍ ټیم د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، په یاده سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې، یو عدد په لاس جوړ شوی ماین چې له تېرو جګړو څخه پاتې شوی و او د سېمې د اوسېدونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی و، کشف په خوندي ډول انتقال او له منځه یووړ.
 
همدارنګه، د ماین پاکۍ ټیم له جګړو څخه پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو د احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه، د سېمې اوسېدونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام هم ترسره کړ.

د سېمې اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د ماین پاکۍ ټیم د چټک غبرګون څخه مننه وکړه چې د دې خطر په رفع کولو کې یې بېړنی اقدام وکړ.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .