د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د سېلابونو د مخنیوي په موخه د یو محافظوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

rahyab
Sun, Jan 11 2026 1:48 PM
123

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د معروف ولسوالۍ په ګړنګ اډزو کلي کې د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د مخنیوي په موخه د یو محافظوي دېوال د جوړولو کار په رسمي ډول پیل کړ.

یاده پروژه د ۶۰۰ مترو په اوږدوالی او د ۲ مترو په لوړوالي او ټولټال د دوه سوه شپېته زره (۲۶۰،۰۰۰) افغانیو په لګښت د ګړنګ په سېلابي مانده کې پلې شوه. د پروژې د پرانستنې مراسمو کې د معروف ولسوالۍ مرستیال محترم حافظ قدرت‌الله، د استخباراتو ریاست استازي، د قومندانۍ مسؤلین، مجاهدین، علماي کرام او د سیمې یو شمېر مشرانو او مخورو ګډون درلود.

د پرانیستنې مراسم د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول. وروسته، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وقایې او خطر کمولو انجنیر د مقدماتي وینا پر مهال د پروژې په اړه هراړخیز او بشپړ معلومات وړاندې کړل او له اړوندو ادارو او مسؤلینو یې وغوښتل چې د دې پروژې په بریالي پلي کولو کې دې لازمه همکاري وکړي.

ورپسې، د معروف ولسوالۍ مرستیال ولسوال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د دې پروژې د عملي کېدو له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ولسوالۍ اداره به د پروژې د پلي کولو پر مهال بشپړه همکاري ولري. نوموړي همدارنګه په راتلونکي کې د ورته عام‌المنفعه پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

په پای کې، مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل او د محافظتي دیوال د جوړولو عملي چارې په رسمي ډول پیل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د دې محافظتي دیوال له بشپړېدو سره به د ګړنګ اډزو کلي، د استخباراتو ریاست، د ولسوالۍ مقام او د معروف ولسوالۍ بازار د روان کال د بارانونو او سېلابونو له احتمالي خطرونو څخه خوندي شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۷/۲۱ هــ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .