د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ اجباري اېستل شویو راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ راستنېدونکو کورنیو ته چې له ایران او پاکستان څخه په اجباري ډول اېستل شوې وې او په یاد ولایت کې ځای پر ځای شوې وې، خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له یاد شمېر کورنیو څخه ۱۴۱ کورنیو هرې یوې ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، یو روغتیایي کېټ او ۴ کیلو بوره او ۲۲۱ کورنیو هرې یوې ته دوه بورۍ وریجې، یو روغتیایي کېټ او ۴ کیلو بوره ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده، چې دا بهیر به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ومومي ترڅو لا زیات راستنېدونکي ترې برخه من شي.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
