د بلخ ولایت د اورلګېدنې د مخنیوي کمېټې د امیرعلي شیر نوایي صنعتي پارکونو له تولیدي تاسیساتو څخه څارنه وکړه
د بلخ ولایت محترم مقام د حکم او له پېښو سره د مبارزې ملي آمادګۍ ادارې د مقام د لارښوونې له مخې، د اورلګېدنې د مخنیوي دایمي کمېټې پلاوي، چې د ښاروالۍ، اطفائیې، مستوفیت، ښار جوړونې او هستوګنې، استخباراتو، د سوداګرۍ، صنعت او کانونو خونو، نفت او ګاز، صنعت او سوداګرۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د بلخ ولایت د مقام استازي پکې شامل وو، د اورلګېدنې د مخنیوي په پار د وقایوي وسایلو د سروې او څارنې په موخه، له مخکې ټاکل شوي د پلان له مخې، د مزارشریف ښار په امیرعلي شیر نوایي صنعتي پارکونو کې له یو شمېر تولیدي تاسیساتو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
په دې څارنه کې د بلخ فضا د آکسیجن تولید فابریکه، د امیر فیصل سیلو، د زعفران فارما فابریکه او د رحیم گردیزي د بارګیري او تخلیې زېرمتون شامل وو. د څارونکي پلاوي د ارزونې او لیدنې له مخې، د زعفران فارما فابریکه د اورمخنیوي له اړینو وسایلو او تجهیزاتو څخه په بشپړ ډول برخمنه وه. همدارنګه، د بلخ فضا د اکسیجن په فابریکه او د امیر فیصل په سیلو کې د اور ضد د محدود شمېر ډبې موجودې وې، خو د رحیم گردیزي د بارګیري او تخلیې په زېرمتون کې هېڅ ډول وقایوي وسایل ونه لیدل شول.
د دې ارزونې په تعقیب، سروې کوونکي پلاوي د شته نیمګړتیاوو او ستونزو له منځه وړلو په موخه، د یادو فابریکو او زېرمتون مسوولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې او د دواړو لوریو په تفاهم، د نیمګړتیاوو د پوره کولو او اصلاح لپاره مشخص وخت وټاکل شو. د یادو فابریکو مسوولینو ژمنه وکړه چې تر راتلونکې څارنې پورې به ټولې موجودې نیمګړتیاوې په بشپړ ډول له منځه یوسي.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
