د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي پېښو له امله ۷۳ اغېزمنو شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
Wed, Jan 07 2026 11:31 AM
123

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په حصه اول، پریان، مرکز، دره، آبشار، شتل او د رخه ولسوالیو اړوند د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو ته د رسېدنې په موخه ۷۳ زیانمنو شویو کورنیو ته له دقیقې سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د زیانمنوالي ډول ته په کتو مرستې په بېلابېلو بڼو کورنیو ته ووېشل شوې، په داسې ډ‌ول، ۳۹ کورنیو ته چې کورونه یې په قسمي توګه ویجاړ شوي وو هرې کورنۍ ته یوه بورۍ غنم، یوه بورۍ اوړه، یوه کورنۍ بسته، یوه روغتیایي بسته، یوه ژمنۍ بسته، ۵ کیلو بوره او نیم کیلو چای؛ ۴ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول سره ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یوه بورۍ اوړه، یوه بورۍ غنم، ۵ تختې کمپلې، یوه کورنۍ بسته، یوه روغتیایي بسته، یوه ژمنۍ بسته، ۵ کیلو بوره، یو کیلو چای او یوه پایه ؛ ۲۱ کورنیو ته چې کرنیزې ځمکې یې ویجاړې شوې وې، هرې کورنۍ ته یوه بورۍ غنم، یوه بورۍ اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو چای او یوه روغتیایي بسته او د شهیدانو او ټپیانو ورثه هرې کورنۍ ته یوه بورۍ غنم، یوه بورۍ اوړه، یوه روغتیایي بسته، یوه ژمنۍ بسته، ۵ تختې کمپلې، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو چای او ۲ جوړه څپلۍ ووېشل شوې. 

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته په ملاتړ کولو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې دوی ته به د خپل توان په اندازه رسیدګي کوي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۷/۱۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .