د ننګرهار ولایت په کوزکنړ ولسوالۍ کې د خطرناکو ډبرو د ماتولو لړۍ دوام لري

rahyab
Wed, Jan 07 2026 9:45 AM
123

د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CWSA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د یاد ولایت د کوزکنړ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د هغو خطرناکو ډبرو د ماتولو او د له منځه وړلو لړۍ دوام لري چې د سیمه یزو اوسېدونکو استوګنیزو کورونه یې له جدي ګواښ سره مخ کړي وو.

د یادو ډبرو د له منځه وړلو چارې د دې ریاست په همغږۍ او د اړونده مؤسسې د مسلکي ټیمونو له لوري په منظم او خوندي توګه روانې دي. 

سیمه ییزو اوسېدونکو د دې اقدام تود هرکلی وکړ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې مؤسسې څخه یې د ورته خیر کارونو د دوام غوښتنه وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .