له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د پکتیا ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د استنادي دیوال پروژه ګټې‌اخیستنې ته وسپارله

rahyab
Mon, Jan 05 2026 10:00 PM
123

نن دوشنبه له ماسپښین وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د پکتیا ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي نثار احمد نجات، د یادې ولسوالۍ ولسوال، عزت‌الله مخلص، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند حافظ محمد یوسف حماد، د داخلي پلټنې آمر، قاري محمد یاسین شاعر، خبریالانو او قومي مشرانو ګډون درلود، د استنادي دیوال پروژه ګټې‌اخیستنې ته وسپارله.

محترم ترابي صاحب وویل، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري د هر ولایت لپاره د یو میلیون افغانیو په ارزښت بېړنۍ پروژه منظوره شوې وه، چې ډېری یې پلې شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د سیلابونو د خطر د کمولو په موخه په ټولو ولایتونو کې د سیلابي لارو د پاکولو بهیر هم پیل شوی دی. هغه وویل، چې دا استنادي دیوال د سیلابونو د خطر په کمولو کې اغېزمن دی او هڅه کوو چې په راتلونکي کې هم په دې ولایت کې نورې پروژې پلي کړو.

په همدې حال کې، د وزې ځدراڼ ولسوالۍ ولسوال، عزت‌الله مخلص یاد ولایت ته د ترابي صاحب له پاملرنې مننه وکړه او د لا زیاتو پرمختیایي پروژو د پلي کولو غوښتنه یې وکړه.

همدارنګه، د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي نثار احمد نجات وویل، چې د ترابي صاحب د هڅو او پاملرنې له برکته د خطرونو د کمولو او د مرستو د وېش په برخه کې ګڼ مثبت اقدامات شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې سره له دې چې تېر کال په دې ولایت کې د موسسو په همکارۍ ۱۵ پروژې پلې شوې دي، خو بیا هم د لا زیاتو پروژو اړتیا شتون لري.

له بلې خوا، قومي مشرانو حاجي نواب او ډاکتر جمیل د یادې پروژې له پلي کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت څخه یې د مننې ترڅنګ د دې نظام د بقا لپاره د خیر دعاو وکړه.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د ۱۶۰ متره په اوږدوالي او ۴.۵ متره په لوړوالي، د ۲,۰۵۰,۰۰۰ افغانیو په لګښت د ادارې او د ولایت مقام له بودجې څخه پلې شوې ده، چې له امله یې اوس د سیمې هستوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې، سړک او عامه‌المنفعه تاسیسات د سیلاب له ګواښونو څخه خوندي شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د مراسمو په پای کې د سیمې خلکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس او د هغه مل پلاوي ته ډالۍ هم ورکړې.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .