له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د پکتیا ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د استنادي دیوال پروژه ګټې‌اخیستنې ته وسپارله

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۲۲:۰
123

نن دوشنبه له ماسپښین وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د پکتیا ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي نثار احمد نجات، د یادې ولسوالۍ ولسوال، عزت‌الله مخلص، د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند حافظ محمد یوسف حماد، د داخلي پلټنې آمر، قاري محمد یاسین شاعر، خبریالانو او قومي مشرانو ګډون درلود، د استنادي دیوال پروژه ګټې‌اخیستنې ته وسپارله.

محترم ترابي صاحب وویل، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري د هر ولایت لپاره د یو میلیون افغانیو په ارزښت بېړنۍ پروژه منظوره شوې وه، چې ډېری یې پلې شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د سیلابونو د خطر د کمولو په موخه په ټولو ولایتونو کې د سیلابي لارو د پاکولو بهیر هم پیل شوی دی. هغه وویل، چې دا استنادي دیوال د سیلابونو د خطر په کمولو کې اغېزمن دی او هڅه کوو چې په راتلونکي کې هم په دې ولایت کې نورې پروژې پلي کړو.

په همدې حال کې، د وزې ځدراڼ ولسوالۍ ولسوال، عزت‌الله مخلص یاد ولایت ته د ترابي صاحب له پاملرنې مننه وکړه او د لا زیاتو پرمختیایي پروژو د پلي کولو غوښتنه یې وکړه.

همدارنګه، د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي نثار احمد نجات وویل، چې د ترابي صاحب د هڅو او پاملرنې له برکته د خطرونو د کمولو او د مرستو د وېش په برخه کې ګڼ مثبت اقدامات شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې سره له دې چې تېر کال په دې ولایت کې د موسسو په همکارۍ ۱۵ پروژې پلې شوې دي، خو بیا هم د لا زیاتو پروژو اړتیا شتون لري.

له بلې خوا، قومي مشرانو حاجي نواب او ډاکتر جمیل د یادې پروژې له پلي کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او له اسلامي امارت څخه یې د مننې ترڅنګ د دې نظام د بقا لپاره د خیر دعاو وکړه.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د ۱۶۰ متره په اوږدوالي او ۴.۵ متره په لوړوالي، د ۲,۰۵۰,۰۰۰ افغانیو په لګښت د ادارې او د ولایت مقام له بودجې څخه پلې شوې ده، چې له امله یې اوس د سیمې هستوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې، سړک او عامه‌المنفعه تاسیسات د سیلاب له ګواښونو څخه خوندي شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د مراسمو په پای کې د سیمې خلکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس او د هغه مل پلاوي ته ډالۍ هم ورکړې.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د خوړ د پاکولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام د لارښوونې او د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۴:۵
Background image

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ اجباري اېستل شویو راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ راستنېدونکو کورنیو ته چې له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .