د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو استنادي دېوالونو جوړولو کار پیل شو
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د همغږۍ په پایله کې، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په مالي ملاتر، د دې ولایت د شاجوی ولسوالۍ په سیدزو کلي کې د پنځوس زره (۵۰,۰۰۰) ډالرو په ارزښت، د رود یوې خوا ته د ۲۵۰ متره په اوږدوالي او د رود بلې خوا ته د ۱۰۰ متره په اږدوالي او دواړو خواوو ته د ۲.۵ متره په لوړوالي د دوو استنادي دیوالونو جوړولو کار پیل کړ.
د پروژې د پرانیستې په مراسو کې د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ آمر، محترم الحاج مولوي محمد یوسف محمد، د IOM تخنیکي ټیم او سیمه ییزو مشرانو شتون درلود.
ددې پروژې په پلي کېدو سره به کرنیزې ځمکې، هستوګنیز کورونه او عامه المنفعه تاسیسات د سیلاب له خطر څخه خوندي پاتې شي.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
