د کندز ولایت د کډوالو له پنډغالي څخه د پېښو چارو د انسجام او همغږۍ معین لیدنه او د جومات خیمې په نصبولو سره د دیني آسانتیاوو برابرول

rahyab
Tue, Dec 30 2025 12:07 PM
news image

محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د انسجام او همغږۍ معین، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس  محترم مولوي شفیق‌الله جواد سره یوځای، د کندز ولایت د کډوالو له پنډغالي څخه لیدنه وکړه.

محترم معین صاحب د دې لیدنې پر مهال له کډوالو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې، د پنډغالي له عمومي وضعیت، شته ستونزو او د اوسېدونکو له اساسي اړتیاوو څخه يې له نږدې ځان خبر کړ او د کډوالو د وضعیت د لا پاملرنې او رسېدنې پر اړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې اسلامي امارت د خپلو امکاناتو او توان تر بریده د کډوالو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ژمن دی او هڅه کوي څو هغوی ته د ښه، خوندي او باعزته ژوند زمینه برابره کړي.

همدارنګه، محترم حاجي وارث څرګنده کړه چې له دې وړاندې کډوال د مناسب ځای د نشتون له امله خپل پنځه وخته لمونځونه په جماعت سره په ازاده فضا کې ادا کول. له همدې امله، د کندز ولایت له محترم والي او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ له رئیس سره په همغږۍ، د کمپ د ننه د پنځه وخته لمونځونو د ادا کولو او همدارنګه د کډوالو د ماشومانو لپاره د قرآن کریم د تدریس په موخه یوه خیمه د درې ټوټه غالیو سره نصب شوه، ترڅو یې دا مهمه دیني او تعلیمي اړتیا پوره شي.
په همدې حال کې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس، محترم مولوي شفیق‌الله جواد، د ترسره شویو فعالیتونو او خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، د ملي ادارې د رهبرۍ له پاملرنې او همکارۍ څخه یې مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا ریاست تل هڅه کوي څو کډوالو ته لازم او بیړني خدمات پر وخت وړاندې کړي.

همداراز، د کډوالو استازو د اسلامي امارت د مسؤلینو له پاملرنې څخه د مننې او قدرداني کولو تر څنګ، د مرستو د دوام او د پنډغالي د اوسېدونکو د دیني، تعلیمي او معیشتي اړتیاوو د لا ډېرې رسېدنې غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې نصب شوې خیمه ۲۴ متره مربع مساحت لري او په یو وخت کې له ۳۰ څخه د زیاتو لمونځ‌ کوونکو د منلو وړتیا لري. دا خیمه به د پنځه وخته لمونځونو د ادا کولو لپاره د جومات په توګه او همدارنګه په ټاکلو وختونو کې د کډوالو د ماشومانو د زده‌ کړې او تدریس لپاره کارول کېږي.

په پای کې، محترم معین صاحب له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس ته لارښوونه وکړه، څو د چاپېریال ساتنې او ښارجوړونې ریاستونو سره په همغږۍ د پنډغالي د اوبو اړتیا پوره کړي او د کندز ښاروالۍ سره د پنډغالي د پاکوالي او د کثافاتو د راټولولو په برخه کې لازم اقدامات او لارښوونې عملي کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۰۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .