له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د انسجام معین د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لپاره د اداري ودانۍ د جوړولو په موخه له ځانګړې شوې ځمکې څخه لیدنه وکړه

rahyab
Tue, Dec 30 2025 10:29 AM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له رئیس، محترم مولوي شفیق‌الله جواد، سره یوځای، له هغې ځمکې څخه لیدنه وکړه چې د یاد ریاست لپاره د اداري ودانۍ د جوړولو په موخه ځانګړې شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د پېښو چارو د انسجام محترم معین تر دې وړاندې د کندز ولایت له محترم والي سره په کتنه او ناسته کې د یاد ریاست لپاره د ځمکې د ځانګړې کېدو موضوع شریکه کړې وه، چې په پایله کې دا ځمکه د ولایت مقام له لوري منظور شوه.

د پېښو چارو د انسجام محترم معین، د سیمې له لیدنې وروسته، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي شفیق‌الله جواد، ته د تخنیکي چارو د تعقیب، د اسنادو د برابرولو او د اداري ودانۍ د جوړولو د بهیر د چټکتیا په برخه کې لازمې او مشخصې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې اړین اقدامات دې د اړوندو ادارو سره په همغږۍ ژر تر سره شي.

د یادونې ده چې ځانګړې شوې ځمکه د کندز ښار په پنځمه ناحیه کې موقعیت لري، چې اوږدوالی یې ۶۱ متره او پلنوالی یې ۴۱ متره دی، او ټولیز مساحت یې ۲۶۱۳,۳۷ متر مربع ته رسېږي.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .