د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په میرخان خیل کلي کې د پلي تګ پل د جوړولو د کار له لړۍ څخه څارنه وشوه 

rahyab
Sun, Dec 21 2025 3:47 PM
news image

د پروژې د کمیت او کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د څارنې پلاوي د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ د رئیس، محترم مولوي عبدالعلیم افضلي په مشرۍ، د یاد ولایت د سیاه‌ګرد ولسوالۍ د فندقستان د سردرې په میرخان‌خېل کلي ته سفر وکړ او د پلي تګ پل د جوړولو د پروژې د کار له بهیر څخه یې څارنه وکړه. 

د دې څارنې په ترڅ کې ډاډ ترلاسه شو، چې د یاد پل د بنسټونو د جوړولو کار د نقشې، تخنیکي اسنادو او ورکړل شویو لارښوونو سره سم، په ښه کیفیت سره د بشپړېدو په حال کې دی، او ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د پل د اوسپنیزو ګادرونو د نصبولو پروسه هم پیل شي. 

همدارنګه، د څارنې پلاوي د کار د بهیر د لا ښه والي او د ټاکل شویو معیارونو د دقیق تطبیق په موخه، قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

د یادونې وړ ده، چې د پاتې کارونو له بشپړېدو سره به دا پروژه ډېر ژر تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې د سیمې د اوسېدونکو د تګ ‌راتګ په آسانتیا کې به مهم رول ولوبوي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۳۰ هــ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .