په لغمان ولایت کې د راکټ يوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی شوه 

tamim_azimi
Sat, Dec 13 2025 1:48 PM
news image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ نړیوالې موسسې تخنیکي ټیم د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند د پنج‌پای په سیمه کې یوه ناچاوده مرمۍ کشف کړه او تر واک لاندې چاودنه کې یې په خوندي ډول له منځه یووړه.

یاده مرمۍ چې د BM1 راکټ یوه ناچاوده مرمۍ وه، چې د تېرو جګړو پاتې شوني وه او د کارولو وړ نه وه، خو د سیمې د اوسېدونکو لپاره یې جدي خطر رامنځته کړی و. د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت په کچه د هيلو ټرسټ ماین پاکۍ موسسې په تخنیکي او مالي همکارۍ د ماینونو او ناچاوده توکو د موندلو او له منځه وړلو بهیر پیل کړی او له خلکو یې غوښتي چې د هر ډول ناچاوده توکو د لیدو په صورت کې له اړونده مسؤلینو سره اړیکه ونیسي ترڅو د احتمالي خطرونو مخنیوی وشي.  


نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۲ ه ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .