د پنجشېر ولایت د دره ولسوالۍ د پسګران کلي د سړک جوړولو له چارو څخه څارنه وشوه

tamim_azimi
Sat, Dec 13 2025 10:26 AM
news image

 
د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست او د اقتصاد ریاست له استازو څخه جوړ شوي ګډ څارونکې پلاوي د دره ولسوالي د پَسګران کلي د سړک جوړولو د پروژې د کار بهیر د ارزونې لپاره سیمې ته سفر وکړ.

یاده پروژه د څلور سوه زره (۴۰۰,۰۰۰) افغانیو په لګښت، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له بودجې، د سیمې د خلکو په همکارۍ او د قراردادي شرکت له لوري پيل شوې، چې تر دې دمه شاوخوا ۴۰ سلنه فزیکي پرمختګ لري. 

څارونکې پلاوي د لیدنې پر مهال د پروژې بېلابېلې برخې وارزولې، موجودې تخنیکي او اجرایي ستونزې یې تشخیص کړې او د کار د کیفیت د ښه‌والي او د کارونو د چټکتیا لپاره یې قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

د کلي اوسېدونکو د ولایت د مشرتابه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او اړوندو ادارو له پاملرنې څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دې سړک جوړول د تګ‌راتګ په اسانتیا، خدمتونو ته په لاسرسي او د سیمې په اقتصادي وده کې مهم رول لري، او دوی به تر بشپړېدو پورې خپله همکاري دوامداره وساتي.

څارونکې پلاوي همدارنګه پر دې ټینګار وکړ چې ساختماني معیارونه مراعات شي، له باکیفیته موادو کار واخیستل شي او کار په منظم او چټک ډول پرمخ ولاړ شي، څو پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۲۲ ه ق

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .