د پېښو چارو د همغږۍ معین د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه او څارنه وکړه او د ولایت له والي سره یې وکتل

rahyab
Thu, Dec 11 2025 1:32 PM
news

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د رسمي سفر په دوام، د لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، کندهار، ارزګان، هلمند, نیمروز، فراه، هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د کاري بهیر له څارنې وروسته، بلخ ولایت ته ورسېد. 

په پیل کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین، د بلخ ولایت له والي، محترم الحاج مولوي محمد یوسف وفا سره د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي بشیر احمد بشرانی په شتون کې وکتل. 

دا ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د نورو ولایتونو د سفرونو یادونه وکړه او د سفر موخه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت څېړل، د اسلامي امارت د عالي مقام مشرتابه د فرمانونو او لارښوونو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کېدو څارنه، د وقایوي پروژو، د بشردوستانه مرستو د وېش، د ماین پاکۍ او د نشراتي چارو څېړنه او د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل یاده کړه.

هغه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده، چې د خپلو قانوني صلاحیتونو او د دندو په چوکاټ کې به د وقایوي پروژو د پلي کېدو، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو او خطرونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

محترم څارنوال صاحب د بشردوستانه مرستو د وېش بهیر د یادولو ترڅنګ له سروې وروسته او شفافیت سره د طبیعي پېښو له امله زیانمنو ته د دې مرستو پر وېش ټینګار وکړ.

وروسته محترم والي صاحب، د ښه راغلاست ویلو او زیانمنو ته د رسېدنې په برخه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له هڅو څخه د قدردانۍ ترڅنګ د دې ولایت زیانمنتیا ته په اشارې سره وویل چې د بلخ خلک د طبیعي پېښو له امله په لوړه کچه زیانمن دي او بشردوستانه مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.

په پای کې، محترم وفا صاحب له دې بهیر څخه د خوښي په څرګندولو سره زیاته کړه، چې د دویمو واحدونو له چارو څخه څارنه او څېړنه د حکومتولۍ یو مهم اصل دی او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.

ورپسې، یاد پلاوي د بلخ ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست کاري بهیر یې له نږدې وڅاره. په دې لیدنه کې، د پېښو چارو د همغږۍ معین له کارکوونکو سره خبرې وکړې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د اسنادونو او فعالیتونو تر ارزونې وروسته یې هغوی ګړندي، پر وخت او اغېزمنو خدمتونو ته وهڅول. 

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي په دې ریاست کې خپل څارنیز او لارښوونکی بهیر پیل کړ.


نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .