د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز قلعه نو او آب کمري ولسوالۍ کې د درې لویو وقایوي پروژو د پلي کولو کار پیل کړ

rahyab
Mon, Dec 08 2025 12:08 PM
تصویر

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام د همغږۍ پر بنسټ، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز قلعه نو او آب کمري ولسوالۍ کې د درې استنادي دیوالونو د جوړولو کار پیل کړ.

لومړۍ پروژه په ده سرخک کلي کې د ۱۶۸ متره په اوږدوالي او ۴.۷۰ متره په لوړوالي د استنادي دیوال جوړولو، 
دویمه پروژه د مرکز قلعه نو په آبدول کلي کې د ۲۵۶ متره په اوږدوالي او ۴.۵۰ متره په لوړوالي د استنادي دیوال جوړولو او درېیمه پروژه د آب کمري ولسوالۍ د آغک په کلي کې د ۲۲۶ متره په اوږدوالي او ۴.۹۰ متره په لوړوالي د استنادي دیوال د جوړولو ده.

د یادونې وړ ده، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به شاوخوا ۵۰۰ هستوګن‌ځایونه، ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ټولګټي تاسیسات د سیلابونو له احمالي خطرونو څخه خوندي شي.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .