د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو ګبیوني دیوال جوړولو کار بشپړ او ګتې اخستنې ته وسپاره
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله تعالی د شفقت له مخې، چې د یو میلیون افغانیو په ارزښت یې د هر ولایت لپاره یوه بېړنۍ پروژه منظوره کړې وه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په علي آباد ولسوالۍ کې د یو ګبیوني دیوال جوړولو کار بشپړ کړ او رسمآ یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.
دا دیوال د ۳۷۵ متر مکعب په ټول حجم، ۱۵ متره اوږدوالي، ۶ متره لوړوالي او په بېلا بېلې لوړوالي کې له ۳ څخه تر ۶ متره په پلنوالي او د نه سوه نه څلوېښت زره او دوه سوه پنځوس افغانیو (۹۴۹,۲۵۰) افغانیو په لګښت پلي شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره هستوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې، باغونه او یو باب ښوونځی د سېلاب له احتمالي خطر څخه خوندي کړل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
