د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۲ کورنیو ته د حفظ الصحې کېټونه ووېشل

rahyab
Thu, Dec 04 2025 10:56 AM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OCHR موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد موسسې په ملاتړ، د دې ولایت په وایګل ولسوالۍ کې د کور سرپرست کونډو مېرمنو او نورو مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د حفظ الصحې کېټونه ووېشل.

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې د حفظ الصحې یو کېټ چې، ۱ عدد لاسي څراغ، ۱ عدد د اوبو سطل، یو نیم کیلو د جامو منځلو پوډر، د اوبو د ذخیره کولو لپاره ۲ عدد پلاستیکي بوشکې، ۲ عدده ټوکرۍ، ۵ بستې پمپر، ۹ عدد زیرپوښ، ۱۲ کلچې د لاس منځلو صابون، ۱ لیټر شامپو، د غاښونو د پاکولو وسایل، د ماشومانو پمپر، د اوبو د تصفیې لپاره د کلورین ټابلیټونه او د روغتیا په اړه د پوهاوي بروشر په کې شامل وو، یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شول.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۱۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .