د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸۲ مستحقو او اجباري راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, په جوین او خاک سفید ولسوالیو کې ۸۸۲ مستحقو او له ګاونډیو هېوادونو څخه اجباري راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د یادې موسسې په ملاتړ نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې ۳۵۰ کورنیو هرې یوې ته په جوین ولسوالۍ او ۵۳۲ کورنیو هرې یوې ته په خاک سفید ولسوالۍ کې د ۸۰ ډالرو معادل افغانۍ ووېشل شوې او ټولټال د ۷۰,۵۶۰ ډالرو معادل چې څلور میلیونه او شپږ سوه یو اتیا زره او او درې سوه شل (۴,۶۸۱,۳۲۰) افغانۍکېږي, یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۶/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
