د ميدان وردګ ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست له خطر سره په مخ سیمو کې د خبرداري لوحې ولګولې 

rahyab
Wed, Nov 26 2025 11:46 AM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدين ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د ميدان وردګ ولايت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست د ياد ولايت اړوند له خطر سره په مخ سیمو کې د خبرداري لوحو د لګولو لړۍ پیل کړه.
په لومړي پړاو کې، یاد رياست د پل سرخ (سور پل) په سیمه کې د خبرداري یوه لوحه نصب کړه چې موخه يې د لامبو وهلو پر مهال د ډوبېدو د خطر په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکول دی، په ګرم موسم کې د سيمې اوسېدونکي او ماشومان د لامبو لپاره دې سيمې ته ورځي چې له امله يې د پېښو د رامنځته کېدو امکان ډېرېږي.
د ميدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست مسؤلين د يو تخنيکي ټيم په ملتيا دا لوحې په هغو سيمو کې ځای پر ځای کوي چې خلکو ته احتمالي خطرونه لري، څو د عامه پوهاوي له لارې د احتمالي تلفاتو کچه راکمه شي. 
د دغو لوحو لګول له خلکو سره مرسته کوي چې د خطرناکو سیمو دقيق ځایونه وپېژني او له خطرناکو فعاليتونو څخه ځان وساتي. دا اقدام کولای شي د احتمالي پېښو په مخنيوي کې مهم رول ولوبوي او د سيمې اوسېدونکو لپاره د لا زياتې خونديتوب زمينه برابره کړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۰۵ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .