د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خلم ولسوالۍ کې د یوې سېلابي لارې د پاکولو چارې پیل کړې

rahyab
Tue, Nov 18 2025 2:31 PM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، چې د دې ادارې ټولو ولایتي ریاستونو ته یې لارښوونه کړې وه ترڅو د بېلابېلو ولسوالیو د سېلابونو لارې چې له رسوباتو څخه ډکې شوې دي پاکې کړي، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په خلم ولسوالۍ کې د یو خوړ د پاکولو چارې پیل کړې. 
دا د سېلاب لار د ۴۵۰ متره اوږدوالي او ۶ متره سور په درلودلو سره له رسوباتو څخه ډکه شوې وه، چې د پاکولو چارې یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رئیس؛ محترم احسان الله احسان، د خلم د ولسوال او سیمه ییزو اوسېدونکو په شتون کې پیل شوې. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سېلابي لارې د شاوخوا سیمې د سېلاب له خطر څخه بچ او د خلکو ځانونه او مالونه به د سېلابونو له احتمالي زیانونو څخه وژغورل شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .