د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د زلزلې له امله ۵۴ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د SFL-WFP، IOM او د ماشومانو د ملاتړ بنسټونو په ملاتړ، د دې ولایت د مزار شریف اړوند په بېلابېلو ناحیو کې، د وروستۍ زلزلې له امله ۵۴ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د SFL-WFP مؤسسې له لوري ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال نخود، ۲ کیلو بیسکټ، ۱.۵ کیلو مالګه او هغو کورنیو ته چې په هغه کې شیدې خوړونکي ماشومانو، شیدې ورکونکو او حامله میندو شتون درلود ۱.۵ کیلو پلمپي او ۳ کیلو سوپر سیریل ووېشل د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې له لوري یوه بسته ژمني توکي او یوه بسته روغتیایي توکي او همداراز د IOM سازمان لخوا ۱ تخته کمپله، ۱ عدد سولري څراغ، یوه کورنۍ بسته او ۱۳ کورنیو هرې یوې ته چې کورونه یې په بشپړ ډول سره ویجاړ شوي وو ۱ باب خېمه هم ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
