د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مارمل ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۲۴ زیانمنو کورنیو نغدې مرستې ووېشلې
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WHH موسسې په ملاتړ په مارمل ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۲۴ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۱,۱۸۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال دوه سوه اته شپېته زره او درې سوه شل (۲۶۸,۳۲۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره په پام کې نیول شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۵/۲۶ هـ ق
له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
