د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ د هریرود سیند پر غاړه د سېلاي لارو د پاکولو چارې پیل شوې

rahyab
Tue, Nov 04 2025 3:12 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، چې د دې ادارې ټولو ولایتي ریاستونو ته یې د سېلابي لارو د پاکولو لارښوونه کړې ده، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلابونو د احتمالي خطرونو د کمولو او د هستوګنې کورونو، کرنیزو ځمکو او عامه تأسیساتو د زیانونو د مخنیوي په موخه، د پښتون زرغون ولسوالۍ د نورستان کشمیرآباد کلي په سیمه کې د هریرود سیند پر غاړه د سېلابي‌ لارو د چِکړو د پاکولو پروژه پيل کړه.
یاده پروژه د تخنیکي سروې او ارزونې له مخې، چې دا سیمه یې له خطر سره مخ تشخیص کړې وه، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، الحاج مولوي محمد موسی اشعري، په شتون کې رسماً پرانیستل شوه.
د پروژې د پرانیستې پر مهال، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس له سیمې کتنه وکړه او د کار د چټکتیا په اړه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
یاده پروژه د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له بودجې تمویلېږي او د هرات ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینرۍ په همکارۍ پلي کېږي.
د پروژې اوږدوالی ۱.۳ کیلومتره دی او ټاکل شوې چې په راتلونکو لسو ورځو کې به بشپړه شي. د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ د سېلابونو له احتمالي خطرونو څخه خوندي پاتې شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .