د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې پیل شوې 

rahyab
Sat, Nov 01 2025 2:38 PM
NEWS IMAGE

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم له مخې، چې د ټولو ولایتونو لپاره یې د یو میلیون افغانیو په ارزښت یوه يوه پروژه منظور کړې ده، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د زاري ولسوالۍ په بلوڅ کلي کې د یو ګبیوني دیوال د جوړولو چارې، چې تمویل کوونکې یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ده، د نه سوه او اوه نوي زره او پنځه سوه (۹۹۷،۵۰۰) افغانیو په لګښت پیل کړې.
د یاد استنادي دیوال د پرانیستنې مراسم، د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د آمر؛ محترم شیخ عبدالواسع حدید، سیمه ییزو اوسېدونکو او مخورو سپین ږیرو په شتون کې  د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲ متره سور او ۳ متره لوړوالي په درلودلو سره، ترسره شول. 
د یادونې وړ ده، چې د یاد ګبیوني دیوال په جوړېدو سره به د دې ولسوالۍ او مرکز ترمنځ د تګ راتګ لاره، چې د سېلابونو له سختو احتمالي خطرونو سره مخ ده او له وړاندې هم څو ځله د سېلابونو په واسطه بنده شوې وه وژغورل شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .