په ملک پوله کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له لوري په جوړ شوي پنډغالي کې د خدماتو رسونې له لړۍ څخه د پېښو چارو د همغږۍ معین څارنه ترسره کړه

rahyab
Thu, Oct 30 2025 11:45 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین؛ محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) نیمروز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په ملک پوله کې د دې ادارې له لوري د راستنېدونکو لپاره له نوي جوړ شوي پنډغالي څخه لیدنه او څارنه وکړه. 
په دې لیدنه کې، له معین صاحب سره د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس؛ محترم الحاج مولوي محمد قاسم محمد هم مل وو. 
د دې څارنې موخه، له ایران هېواد څخه راستنو شویو هېوادوالو ته د خدماتو رسونې د حالت ارزونه او د راستنېدونکو لپاره د اوبو، خوراک، روغتیا ساتنې او لنډمهالې سرپناه د برابرولو برخه کې د اړوندو بنسټونو له اړینې همغږۍ څخه د ډاډ‌ ترلاسه کول وو. 
د کتنې په لړۍ کې، معین صاحب په پنډغالي کې د شته امکاناتو د ارزونې ترڅنګ د راستنېدونکو کورنیو اساسي اړتیاوو ته د بیړنۍ رسېدنې او د خدماتو د کچې په لوړېدو باندې ټنګار وکړ. 
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د نړیوالو بنسټونو او بشري شریکانو په ملاتړ، په ملک پوله کې د خپلو راستنېدونکو هېوادوالو لپاره اړین خدمات برابر کړي دي او هڅه کوي ترڅو دا لړۍ په منظم ډول دوام ولري. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۸ هـ ق
له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .