د کنړ ولایت په دره پیچ او چپه دره ولسوالیو کې د وروستی زلزلې له امله د ۳ تنه شهیدانو او ۱۶۹ تنه ټپیانو ورثه ته نغدي مرستې ووېشل شوې  

rahyab
Wed, Sep 24 2025 2:06 PM
تصویر خبر

د عالیقد امیرالمؤمنین حفظه الله د مهربانۍ او زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېټې د لارښوونې له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کنړ ولایت په دره پيچ او چپه دره ولسوالیو کې د وروستۍ زلزلې له امله د ۳ تنه شهیدانو او ۱۶۹ تنه ټپیانو ورثه ته نغدي مرستې ووېشلې.  
دا لړۍ، له پېښو سره د مبارزې امادګۍ د رئیس؛ محترم مولوي محمد مبین مفتون عمر، د یادو ولسوالیو د ولسوالانو او د علماوو کمېټې له لوري د تعیین شوي پلاوي او همدارنګه د سرې میاشتې د پلاوو په شتون کې تطبیق شوه.
په دې لړۍ کې، له دره پیچ ولسوالۍ څخه ۱۰۲ تنه ټپانو هره یوه ته ۱۰،۰۰۰ افغانۍ او د ۳ تنه شهیدانو هر یوه ورثه ته ۲۰،۰۰۰ افغانۍ او همداراز په چپه دره ولسوالۍ کې ۶۷ ټپیانو هر یوه ته ۱۰،۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
باید وویل شي، چې دا لړۍ له وړاندې څخه د څوکۍ او نورګل ولسوالیو په ټولو زلزله ځپلو سیمو کې تطبیق شوې ده.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .