د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۷۱ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د وچکالۍ له امله ۱،۴۷۱ زیانمنو شویو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲،۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره څلور میلیون، دوه سوه او پیځه شپېته زره او نه سوه (۴،۲۶۵،۹۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/۳۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملی اداره