له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، د لغمان ولايت علینګار ولسوالۍ ته په سفر کې د يو کیبلي پل جوړېدو له ځای څخه لیدنه وکړه

rahyab
Tue, Sep 16 2025 4:18 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، لغمان ولایت ته په سفر کې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، قاري خیر محمد غازي او یو شمېر سیمه ییزو مشرانو په ملتیا د علینګار ولسوالۍ اړوند د برخان بابا د کیبلي پل جوړېدو له ځای څخه لیدنه وکړه. 
محترم ترابي صاحب د پل جوړېدو له ځای څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې د پل د نشتون له امله د سیمې خلک له ستونزو سره مخ دي او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده، چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د خلکو لپاره ټولې آسانتیاوې برابرې کړي. هغه د کیبلي پل جوړولو د پروژې د کار د پیل او لوړ کیفیت په پام کې نیولو په هکله مسؤلینو ته اړینې لارښوونې هم وکړې. 
د ادارې لوی رئیس وویل، چې د دغه پل د جوړولو لپاره مو د درې ميليونه او څلور نوي زره او اته سوه څلور پنځوس (۳,۰۹۴,۸۵۴) افغانیو بودجه منظوره کړې ده او په نږدې درېیو میاشتو کې به یې د جوړولو کارونه پای ته و رسېږي.
د یادونې وړ ده، چې دا کیبلي پل چې درې کاله وړاندې د سختو سېلابونو له امله ویجاړ شوی و، د علینګار له عمومي سړک سره ۱۳ لوی او کوچني کلي نښلوي او په جوړېدو سره به یې تقريباً پنځلس زره (۱۵,۰۰۰) کورنۍ د تګ راتګ لپاره ترې ګټه پورته کوي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .