د پېښو چارو د همغږۍ معین د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه څارنه وکړه او د دې ولایت له والي سره یې وکتل

rahyab
Tue, Sep 16 2025 12:08 PM
news image

نن ورځ سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ته ولایتونو ته د رسمي سفر په دوام، له لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، بامیان، غور، دایکنډي، میدان وردګ او لوګر ولایتونو څخه د لیدنو وروسته، پکتیا ولایت ته ورسېد.
په پیل کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم نثاراحمد نجات او د خپل مل پلاوي په شتون کې د پکتیا له والي، محترم الحاج ملا مهرالله حماد سره وکتل.
په دې ناسته کې، د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د نورو ولایتونو د سفرونو یادونه وکړه او د سفر موخه یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو د عمومي وضعیت څېړل، د اسلامي امارت د عالي مقام مشرتابه د فرمانونو، احکامو او مکتوبونو د پلي کېدو څارنه، د مالي او اداري چارو ارزونه، د هوکړه لیکونو د پلي کېدو څارنه، د وقایوي پروژو ارزونه، د بشردوستانه مرستو د وېش تعقیبول، د ماین پاکۍ، د نشراتو چارو او همدارنګه د موجودو ستونزو او وړاندیزونو اورېدنه وبلله.
هغه ټینګار وکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ژمنه ده چې د خپلو قانوني صلاحیتونو او دندو په چوکاټ کې به د وقایوي پروژو د پلې کېدو، د زیانمنو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د طبیعي پېښو او خطرونو د مدیریت د ښه والي په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته د پکتیا محترم والي، د زیانمنو په برخه کې د یادې ادارې له هڅو او رسېدنې څخه د قدردانۍ ترڅنګ د دې ولایت زیانمنېدو ته په اشارې سره وویل چې د پکتیا خلک د طبیعي پېښو له امله په لوړه کچه زیانمن دي او د بشردوستانه مرستو او وقایوي پروژو ته اړتیا لري.
ورپسې یاد پلاوي د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست د چارو بهیر یې له نږدې وڅېړه. د لیدنې پر مهال، د پېښو چارو د همغږۍ معین له رئیس او کارکوونکو سره خبرې وکړې، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل، او د اسنادو او فعالیتونو د ارزونې ترڅنګ یې کارکوونکي د دندو د لایحې پر بنسټ د چټکو، پر وخت او اغېزمنو خدماتو وړاندې کولو ته وهڅول.
همدارنګه، د پېښو چارو د همغږۍ معین د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګدامونو څخه لیدنه وکړه او په ځانګړي ډول یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ساتنې په پار لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي په دغه ریاست کې خپل څارنیز او رهنمودي بهیر پیل کړ.

نېټه: ۴۴۷/۳/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Sep 13 2025 3:07 PM
Background image

ANDMA Initiates Distribution of Cash and Non-Food Aid for 356 Affected Families in Nangarhar’s Dara-e-Noor District

Today in morning; Saturday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, visited Qala-e-Shahi village in Dara-e. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .