له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګدامونو څخه څارنه وکړه

نن د دوشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګدامونو څخه څارنه وکړه.
محترم ترابي صاحب د ګدامونو له موجودي، د موادو نېټې او د موادو د ځای پر ځای کولو له نظم څخه څارنه وکړه او پر دې یې ټینګار وکړ چې شته توکي باید په سمه توګه خوندي کړل شي، ساتنه یې وشي او په توزیع کولو کی یې تلوار وسي.
نوموړي د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له رئیس، محترم قاري داد محمد حسیني څخه بشپړ راپور تر لاسه کړ او ویې ویل چې د ګدامونو د توکو نېټې باید وخت پر وخت وڅېړل شي او د اړتیا پر مهال د پېښو له امله زیانمنو ته ووېشل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره