د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۵ زلزله ځپلو کورنیو ته صحي کیټونه ووېشل

rahyab
Thu, Sep 11 2025 12:37 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډاکار خیریه موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د دره نور ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۱۱۵ زلزله ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته معیاري او مصرفي صحي کیټونه ووېشل. 
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسوولینو په شتون کې، د معیاري کیټ په برخه کې، ١٧ کلچې د لاس وینځلو صابون، ٧ کلچې د جامو وینځلو صابون، ١ عدد ٢٠ لیټره بشکې، ٢ عدده ١٠ لیټره بشکې، ١ عدد سطل، ١ عدد تشت، ١ دسته جارو، ١ عدد لاسي څراغ، ټیکه، کوټیکس، ٢ عدده د غاښونو کریم، ٧ عدده د غاښونو برسونه، ١ عدد لوټه، ١ عدد ناخونګیر او همدارنګه د مصرفي کیټ په برخه کې، ٣٣ کلچې دلاس وینځلو صابون، ١٤ کلچې د جامو وینځلو صابون، ٢ عدده شامپو، ٢ عدده د غاښونو کریم، ٧ عدده د غاښونو برسونه او یو کوټیکس ووېشل شو.
په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو  ترلاسه کولو په پار خوښي څرګنده کړه او له یاد ریاست او موسسې څخه یې د پر وخت رسېدنې له امله مننه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۱٨ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .