د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٩٠ راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په اجباري توګه راستنو شویو ٩٠ کورنیو ته، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ٢٥ کیلو وریجې او ٥٠ کیلو غنم ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې دې کورنیو ته د یاد ولایت د دفتر مقام لخوا نغدي مرستې هم ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره