د بغلان ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې په لاس جوړ شوي چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماینپاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د بیړنۍ اړیکې شمېرې (070,8606060) له لارې د ترلاسه شوي اړیکې پر بنسټ، د اومر مؤسسې د بېړنۍ ځواب وینې ټیم د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ جونو کلي ته د عملیاتو لپاره ولېږدوو.
د دې عملیاتو په ترڅ کې، یاد ټیم د کباړيو په دوکان کې یو شمېر په لاس جوړ شوي چاودیدونکي توکي چې د سیمې د اوسېدونکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی و، کشف، په خوندي ډول یې انتقال او له منځه یووړل.
همدارنګه، د جګړو څخه پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو د احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه، د سیمې اوسېدونکو ته د ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۲/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره