د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ د سلطانو کلي او چهاربران ولسوالۍ ترمنځ په ۱۸ کیلومتره سړک د جغل‌اچولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rahyab
Wed, Aug 06 2025 2:38 PM
news image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت د سروضې ولسوالۍ د سلطانو کلي له بازار څخه تر چهاربران ولسوالۍ پورې په ۱۸ کیلو متره سړک د جغل اچولو د پروژې کار د ټولګټو چارو ریاست په تخنیکي همکارۍ د یو میلیون افغانیو په ارزښت بشپړ کړ او د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې یې رسماً ګټې اخیستنې ته وسپاره.
دا پروژه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لارښوونې له مخې، د یو میلیون افغانیو په ارزښت منظوره شوې وه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا تمویل او پلې شوه.
د دې پروژې چارې د مسلکي ټیم او قوي ماشینرۍ په مټ ترسره شوې، او موخه یې د سیمې خلکو ته د تګ راتګ اسانتیا برابرول، د طبیعي پېښو پر مهال د ژر لاسرسي زمینې برابرول او د اقتصادي فعالیتونو پراخېدل دي.
همدا راز,د سیمې اوسېدونکو دا پروژه د یوې مهمې اړتیا پوره کېدل وبلله او د اسلامي امارت له مشرتابه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه یې د دې پروژې د کار بشپړولو په پار مننه او قدرداني وکړه.
ورته مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو ووېل, چې دا سړک به نه یوازې د مرستندویه خوراکي او غیرخوراکي توکو او نورو اړینو خدماتو د انتقال بهیر آسانه او ګړندی کړي, بلکې د سروضې او چهاربران ولسوالیو ترمنځ به د مسافرینو لپاره د سفر موده هم لنډه کړي, هغوی زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې تل د هېوادوالو ستونزې په پام کې نیولې دي او دا اداره تل په دې هڅه کې ده, چې په هېواد کې د پېښو د خطرونو کمولو په موخه وقایوي پروژې پلي کړي ترڅو د هېوادوالو ځان او مال خوندي وساتل شي. 

نېټه:۱۲/۲/۱۴۴۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Nov 26 2025 3:06 PM
Background image

An MoU worth a total of $190,106 was signed between ANDMA and the Kandahar Refugee Organization

Today, on Wednesday morning,  respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Mr. Bashir. . .

Wed, Nov 26 2025 2:45 PM
Background image

ANDMA and the World Vision International Organization signed an MoU Worth a Total of $1,271,000 for Joint Cooperation

Today, on Wednesday, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met Mr. Abdul Wahab Arsh, Country Director of. . .

Wed, Nov 26 2025 12:51 PM
Background image

An MoU for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and AWSDC Organization Worth a Total of $75,000

Today, on Wednesday, Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Mohammad Sadiq Ayar,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .