د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ده سبز ولسوالۍ کې د پلچک جوړولو کار پیل کړ

rahyab
Mon, Jul 28 2025 9:27 AM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د ٤ مترو په پلنوالي، ٥ مترو په اوږدوالي او د ١.٧٥ مترو په لوړوالي د پلچک جوړولو کار پیل کړ. 
د دې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس، محترم الحاج مولوي نجیب الله انوري وويل، چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ژمن  دي چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د ولس لپاره ټولې آسانتياوې برابرې کړي، هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت په پام کې لري چې دې ته ورته نورې پروژې هم د کابل ولايت په بېلا بېلو تر خطر لاندې سیمو کې پلې کړي.
د سيمې اوسېدونکو د ياد پل د جوړېدو د کار له پیل څخه خوښي وښوده او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او له سیمه ییزو مسؤلینو څخه یې مننه او قدرداني وکړه او ویې وېل چې د پل په جوړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزي حل شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۳ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jul 27 2025 9:45 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA Meets with UN-OCHA Head

Today On Sunday, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with Ms. Isabelle, the Head of the United Nations Office for. . .

Sat, Jul 26 2025 10:35 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA had a Meeting with the Representatives of the UK Government's Humanitarian Aid Office

The Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met and held discussions with the Head of the Afghanistan Humanitarian. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .