د نیمروز ولایت په پل ابریشم پوله کې نیږدې اته سوه اجباري ایستل شویو کډوالو د دې ادارې په پنډغالي کې عامه پوهاوی او روغتیایی خدمتونه ترلاسه کړل

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د راپور له مخې، په تیرو څو ورځو کې د نیمروز ولایت په پل ابریشم پوله کې نږدې (۸۰۰) راستنېدونکو ته چې له ایران هېواد څخه په اجباري توګه را ایستل شوي دي عامه پوهاوی او روغتیایی خدمتونه چمتو شوي دي.
له دې جملې څخه، ۹۱ راستنېدونکو ته روغتیایی خدمتونه ورکړل شوي او ۵۹۳ نورو ته د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې پنډغالي کې د څښاک د پاکو اوبو او د خوړو د وېش په ګډون د خدماتو چمتو کولو لړۍ دوامداره روانه ده.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۱/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره