د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په علینګار ولسوالۍ کې د کیبلي پل د جوړولو کار پیل کړ

rahyab
Thu, Jul 24 2025 12:16 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د علینګار ولسوالۍ په برخان بابا سیمه کې ټولټال د درې ميليونو او څلور نوي زره او اته سوه څلور پنځوس اعشاريه څلور افغانيو (۳,۰۹۴,۸۵۴.۴) په ارزښت د کیبلي پُل جوړولو کار پیل کړ. 
د دې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې، د لغمان والي، محترم شیخ شیر احمد حقاني وويل، چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ژمن  دي چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د ولس لپاره ټولې اسانتياوې برابرې کړي، هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت په پام کې لري چې دې ته ورته نورې پروژې هم د لغمان ولايت په بېلا بېلو تر خطر لاندې سیمو کې پلې کړي.
ورته مهال، له پيښو سره د مبارزې آمادګی رئیس، قاري خير محمد غازي وویل، چې دا پل مهمه نښلوونکې لاره ده چې د پل په جوړېدو سره به د علینګار ولسوالۍ له عمومي سړک سره ۱۳ کلي وصل کړي او تقریبآ ۱۵,۰۰۰ کورنۍ به ګټه ترې اخلي او دا پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا تمویل کېږي.
د سيمې اوسېدونکو د ياد پل د جوړېدو د کار له پیل څخه خوښي وښوده او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او له سیمه ییزو مسؤلینو څخه یې مننه او قدرداني وکړه او ویې وېل چې د پل په جوړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزي حل شي. 

نېټه:۱۴۴۷/۰۱/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .