د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۱۵۵ سیلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیری خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Wed, Jul 23 2025 9:36 PM
news image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست, د یاد ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې ۱۵۵ سیلاب ځپلو کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله یې کرنیز حاصلات او ځمکې ویجاړې شوې وې, له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 
دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، یوه بوری ۲۵ کیلویي وریجې، یو عدد د اوبو بوشکه، یوه پاڼه د کلورین د کارولو لارښود، او ۳ کارتنه کلورین د اوبو د تصفیه کولو لپاره ووېشل شول.
د مرستو د وېش په مهال, د میدان وردګ ولایت له پېښو د مبارزې آمادګۍ رئیس, مولوي فیض الله جلالی له سیلاب ځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه چې موږ تل هڅه کوو ترڅو د زیانمنو کورنیو لپاره د نورو مرسته زمینه هم برابره کړو.  

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .