په بغلان ولایت کې له جګړو څخه پاتې شوي ٦١ چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول

rahyab
Mon, Jul 21 2025 9:35 PM
news image

د ماین پاکۍ د بیړني شمېرې (0708606060) له مخې، د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د ATC مؤسسې د چټک غبرګون ټیم په ملاتړ، د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د چشمه شیر عالي لېسې په سیمه کې د جګړې څخه پاتې شوي ٦١ کړۍ چاودېدونکي توکي کشف او له منځه یوړل.
د څېړنیز ټیم د موندنو له مخې، دا ځای یوه شکمنه سیمه وه چې د ځایی اوسېدونکو لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېده او په تېرو وختونو کې هم د بشري پېښو سبب او هم د استوګنې تأسیساتو ته زیان رسولو سبب شوي وو. د ATC د ګرځنده ټیم لخوا د بشپړې پلټنې وروسته، د چاودېدونکو توکو یوه د پام وړ اندازه کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شوه.
له عملیاتو وروسته، ځایی اوسېدونکو ته د ماین پاکۍ د خطرونو په اړه د پوهاوي زده کړې ورکړل شوې. همدارنګه دوی ته د ماین پاکۍ بیړنۍ شمېره هم ورکړل شوه ترڅو د شکمنو شیانو د لیدلو په صورت کې له اړونده مسؤلینو سره اړیکه ونیسي.

نیټه: ۱۴۴۷/١/٢٥ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .