د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د KRC مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د دې ولایت په کامه ولسوالۍ کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه, ۷ کیلو دال, ۷ کیلو بوره, ۱۰ کیلو مالګه, ۵ کیلو مکروني, ۷ کیلو سوجي, د اوبو کولر ۲۰ لیټره, دوه د اوبو لوټې, یو عدد چای جوش, یو عدد دیګ, یو عدد چمچه, یو عدد د اوړو قلفي, د اوبو یو سطل, یو عدد د جامو مینځلو لګن, ۱۰ شامپو لیټره او یو عدد د اوبو جګ ووېشل شول.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې موسسې څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې په خپل وخت یې دوی ته رسېدنه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې ملي اداره
