د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلاب د خطر کمولو پروژه پرانیستله

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استوګنې لپاره د آغا خان بنسټ په مالي ملاتړ، د سېلاب د خطرونو د کمولو په موخه له سروې وروسته د خطر کمولو تر سرلیک لاندې پروژه پرانیستله.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت د مرکز پلخمري ولسوالۍ په افسوتر سیمه کې د ٦٠٠ مترو په اوږدوالي او ٣ متره په لوړوالي د واش پروژې د بیا ځلې ترمیم چارې، چې تمویلوونکی یې د AKAH بنسټ او تطبیقوونکی یې د برېښنا شرکت دی پیل شوې.
نېټه:۱۴۴۷/۱/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبازرې آمادګۍ ملي اداره