د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړېدو کار بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

rahyab
Wed, Jul 16 2025 3:58 PM
news image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د بلچراغ ولسوالۍ په چهاربید کلي کې د ۸۰ متره په اوږدوالي او ۳ متره په لوړوالي استنادي دېوال د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې رسماً ګټې اخیستنې ته وسپاره.
دا پروژه د سېلابونو د خطرونو او زیانونو کمولو، د هستوګنیزو کورونو او د کرنیزو ځمکو د ساتنې په موخه د یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانیو په لګښت، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري تمویل او د قراردادي شرکت لخوا بشپړه شوه.
 د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو، د ځایي زیربناوو د پیاوړتیا او د طبیعي پېښو پر وړاندې د ټولنې د زغم وړتیا په لوړولو کې د دې پروژې پر ارزښت ټینګار وکړ.
په پای کې د سيمې اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کولو څخه خوښي وښوده او د خلکو د ځان او مال د ساتنې په برخه کې یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له هڅو مننه او قدرداني وکړه.
   
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .