د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۳ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

tamim_azimi
Mon, Jul 14 2025 4:59 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ (Action aid) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د شبر ولسوالۍ اړوند ۷۰۳ اړمنو کورنیو ته تر سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۳,۰۱۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال دوه میلیونه یو سل او شپاړس زره او دېرش (۲,۱۱۶,۰۳۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده, چې یاد شمېر کورنیو ته به په راتلونکې یوه میاشت کې نورې نغدي مرستې هم ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۱۸ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .