د دعوت او ارشاد ریاست


د دعوت او ارشاد ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له مهمو او اساسي برخو څخه ده، چې د کارکوونکو د ديني پوهاوي د کچې لوړ‌ولو په موخه فعالیت کوي. دا ریاست، د دندو په ترسره کولو کې د دیني ژمنتیا ارزښت ته په پام سره هڅه کوي چې د قرآن کریم او د نبوي ص سنتو پر بنسټ، د دیني زده کړو د پروګرامونو د ترسره کولو له لارې د ادارې د کارکوونکو ترمنځ د اخلاص، خدمت، عدالت‌محورۍ او مسؤلیت‌پالنې روحیه پیاوړې کړي، تر څو هغوی وکولای شي خپلې ملي دندې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ ترسره کړي.
ددغه ریاست پروګرامونه د سالم کاري چاپېریال په رامنځته کولو او د همکارانو ترمنځ د اسلامي او ورورولۍ اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

اساسي فعالیتونه:

  1. د دعوت او ارشاد وزارت له خوا ټاکل شوی دیني نصاب تدریسول
  2. د اړتیا پر مهال د ذهنی پوښتنو او د ستونزو د حل لپاره د دیني معلوماتو وړاندې کول
  3. د ریاست اداري چارې مدیریت کول
  4. د دیني سیمینارونو او روزنیزو پروګرامونو ترسره کول او څارنه
  5. په وزارت کې د معروفاتو امر کول او له منکراتو منع کول
  6. په وزارت کې د تدریسي نصاب څارنه
  7. د لمانځه د وختونو تنظیمول او د جومات لپاره اسانتیاوې برابرول

سرچینې:
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د وزارت قانون
د ۱۴۰۴کال لومړۍ ربعې تدریسي نصاب
نوی مکمل نصاب

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .