له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشردوستانه موسسو ترمنځ د همغږۍ دویمه غونډه ترسره شوه

rahyab
Mon, Jun 16 2025 11:46 AM
تصویر  خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشردوستانه موسسو ترمنځ د همغږۍ دویمه غونډه د یادې ادارې د بهرنیو اړیکو د سرپرست, برهان الدین شینواري په مشرۍ او د AFGHAN AID، IRW، ORCDG، AKAH او ACTION AID مؤسسو د استازو په ګډون ترسره شوه او د پېښو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د فعالو بنسټونو ترمنځ د دوامداره همکارۍاو همغږۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې برهان‌الدین شینواري د ټولو مؤسسو له هڅو څخه مننه وکړه او د بادغیس ولایت د دره بوم ولسوالۍ د بیړني وضعیت او د وچکالۍ د بحران په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي له ټولو مؤسسو وغوښتل چې دې وضعیت ته د رسېدنې لپاره پراخې او ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د مؤسسو استازو هم وچکالي یوه جدي ننګونه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د زیانمنو سیمو پېژندنه به وکړي او دا معلومات به له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او نړیوالو مرسته کوونکو سره شریک کړي.
دا ناسته د ګډو هڅو د بریا په هیله مندۍ او دعا سره پای ته ورسېده.

نېټه:۱۴۴۶/۱۲/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .